ایا تاسو د خپل د خوښې کور په لټه کې یاست، او نسی پیدا کولای ؟ اندېښنه مه کوئ! اوس کور پلس ستاسو سره دی. زموږ سره په اړیکه کی سئ

تازه ثبت سوي جایدادونه

نوې فرصتونه ستاسو په انتظار کی دی، دا جایدادونه یوازې څو ساعته يا څو ورځي وړاندې لېست سوي.

ځانګری جایدادونه

غوړه جایدادونه چی زموږ د متخصص تیم لخوا په ځانګری توګه تاکل کیږی

په هېواد یا کوم ښار کې د خپل خوبونو کور لرل غواړئ

همدا اوس خپل د خوښی ښار انتخاب کړی او د خپلې کورنۍ لپاره مناسب، خوندي او ارزانه کور ومومئ — د ژوند نوی پیل ستاسو له انتخابه پیلېږي!

ولې کورپلس؟ د شفافو معاملو لپاره تر ټولو لویه شبکه!

۵۰۰+ دفترونه او نیم میلیونه میاشتني لیدونکي

کور پلس د افغانستان تر ټولو لوی او باور وړ د املاکو آنلاین پلتفورم دی، چې د ۵۰۰+ فعالو دفترونو، ۱۰,۰۰۰+ کاروونکو او ۵۰۰,۰۰۰+ میاشتنیو لیدونکو پراخه شبکه لري. ټول ثبت سوي دفترونه زموږ په شبکه کې د رسمي اسنادو، قانوني جواز او فزیکي پته لرونکي دي.تاسو یوازې له بااعتباره دفترونو سره معامله کوئ او له ناقانونه منځګړو څخه په بشپړ ډول خوندي یاست.خپل ملکیتونه د کور پلس له لارې زرګونو حقیقي مشتریانو ته ورسوی.که د کور، ځمکې، اپارتمان یا دوکان په لټه کې یاست، موږ ستاسو اړتیا ته په کتو سره مناسب انتخابونه په غوره قیمت او مطلوب ځای کې وړاندې کوو.کور پلس – ستاسو باور، زموږ مسوولیت!

۲۴/۷ مشوره او واټساپ ملاتړ – ستاسو ملګری په هر ګام کې!

کور پلس یوازې یو پلتفورم نه دی، بلکې د افغانستان په کچه یوه د ملکیتونو د خرڅولو او رانیولو پراخه شبکه او ستاسو مسلکي شریک دی چې د املاکو په نړۍ کې له پیل څخه تر پای پورې ستاسو ترڅنګ ولاړ دی. زموږ د کلونو تجربه لرونکي حقوقي مشاورین او متخصص ټیم د اوونۍ په هره ورځ او هره شپه ستاسو پوښتنو ته ځواب وايي او ستاسو لپاره د دقیقو مشورو ضمانت کوي.موږ تاسو سره په ټولو حقوقي او مسلکي چارو کې مرسته کوو:د قراردادونو لیکل او ارزونه – ستاسو معاملې قانوني او خوندي ساتو.د ملکیتونو معاینه (Inspection) – مخکې له دې چې پیرود یا پلور ترسره کړئ، مسلکي ارزونه درته برابروو.قیمت ټاکنه او مشوره – ستاسو ملکیت لپاره عادلانه او د بازار سره سم ارزښت مشخصوو.حقوقي ملاتړ د هر ډول شخړو یا ستونزو پر مهال – زموږ وکیلان ستاسو ترڅنګ ولاړ دي.که د کور اخیستلو، پلورلو، کرایې، یا هر ډول قانوني سندونو او قراردادونو په اړه مشوره غواړئ، یوازې یو پیغام زموږ ټیم ته ولیږئ – موږ په هر ګام کې ستاسو ملاتړ کوو.

۷ ورځو کی د پیسی د بیرته ورکولو تضمین

که د رهنمای معاملاتو دفتر لری او غواړی خپل دفتر انلاین کړی او زموږ د پراخی شبکی برخه سی،زموږ پرمختللی پلتفورم او ۲۴ ساعته حقوقي مشاورین ستاسو په خدمت کې دي، څو په هره معامله کې ستاسو ملاتړ وکړي.زموږ لپاره ستاسو باور او اعتماد ډیره مهمه ده . که زموږ په پکیجونو او خدمات کی هر ډول ستونزه یا نارضايتي پېښه سیي، تاسو کولی شئ په ۷ ورځو کې خپله پیسې بېرته تر لاسه کړئ — بې له کوم ځنډ او پوښتنې. دا ضمانت تاسو ته بشپړ ډاډ درکوي چې زموږ سره مو هره پانګه خوندي ده. موږ باور لرو چې هره معامله باید له شفافیت، روڼتیا او بشپړ درناوي سره وي — ځکه ستاسو رضایت زموږ لپاره تر هر څه مهم دی.

د دې اوونۍ ځانګړي وړاندیزونه

ځانګړې جایدادونه – یوازې د ۲۴ ساعتونو لپاره!
پدی ملکیتونو کی تر ۲۰٪ ځانګړی تخفیف ترلاسه کړئ.

زموږ مشرتابه او مسلکی ټیم

ستاسو د خوبونو کلۍ ستاسو په لاس کې ده موږ یوازې در ته دروازه خلاصوو! ​

خپل د دوهم پاسپورت هیواد وټاکئ — د نړۍ دروازې مو پرانیزئ!د نورو معلوماتو لپاره زموږ د بهرني پانګونې استازي سره اړیکه ونیسئ.

زموږ خدمتونه

مشارکتی پانګونه

موږ د يوه ريښتيني اقتصادي بدلون په لټه کې يو – له تاسې سره، د تاسې لپاره.زموږ د برخه‌والې پانګونې پروګرام داسې طرحه شوی چې د مختلفو او ګټورو پروژو د پلي کېدو زمينه برابره کړي، چې پکې پانګه‌وال په مستقيم ډول برخه اخلي. په دې پروګرام کې، موږ د کاروبار لپاره مسلکي او دقيق پلانونه (Business Plan) چمتو کړي، چې د لوړې ودې وړتيا، د پانګې د بېرته راګرځېدو وړاندوينه، او مثبت ټولنيز اغېز لري.

دوهم پاسپورت د پانګونې له لارې – د روښانه او خوندي راتلونکي لپاره یوه باوري لار

د پانګونې له لارې تابعیت ترلاسه کول یوه داسې موقع ده چې تاسو ته اجازه درکوي پرته له دې چې خپله اصلي تابعیت پرېږدئ، دوهم پاسپورت ترلاسه کړئ. په ملکیت، مالي مرسته یا بانک کې په سپما کولو سره، تاسو کولی سئ د سفر ازادي، مالي امنیت او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی پیدا کړئ. زموږ سره خپل دوهم پاسپورت به پوره اطمینان او باور ترلاسه کړئ.

په بهرنیو هېوادونو کې پانګونه او د شرکت ثبتول

موږ په امریکا، استرالیا، انګلستان او عربي متحده اماراتو کې ستاسو د شرکت ثبتولو، تجارتي جواز ترلاسه کولو او د تجارتي مارک ثبتولو ټول حقوقي او اداري چارې په مسلکي توګه ترسره کوو. زموږ ټیم د شرکت قانوني ثبت، جوازونه، مالي او اداري چارو کې بشپړ ملاتړ برابروي.که غواړئ خپل کاروبار نړیوال کړئ، موږ ستاسو په هر ګام کې مرسته کوو ترڅو پانګونه مو خوندي او قانوني وي.

په بهر کې د بانکي حساب پرانستل – تخصصي او باوري خدمتونه

موږ په بېلابېلو هېوادونو کې د سوداګریزو، تحصیلي او شخصي موخو لپاره د بانکي حسابونو د پرانستلو بشپړ خدمتونه وړاندې کوو.په امریکا کې، موږ تاسو ته د معتبر بانکونو تر څنګ د نړیوالو مالي خدمتونو لکه Wise، Payoneer او PayPal حسابونه پرانیزو چې له لارې یې کولی شئ په آسانۍ سره نړیوالې پیسې ولیږئ او ترلاسه یې کړئ او د ماستر کارت هم ترلاسه کړئ.په آلمان کې، د زده‌کوونکو لپاره موږ په بانکونو لکه Fintiba او Expatrio کې بلوک شوی حساب (Blocked Account) پرانیزو چې د ویزې لپاره اړین دی او ثابتوي چې زده‌کوونکی مالي وسایل لري.موږ له لومړۍ ورځې تر حساب د فعالېدو پورې ستاسو ترڅنګ یو، ترڅو پروسه په قانوني او بې ستونزه توګه بشپړه شي.

ملکیتونه په اسانۍ او بشپړ شفافیت سره واخلئ او وپلورئ

خپل ملکیتونه په اسانۍ خرڅ یا په کرایه ورکړئ په کورپلس کې تاسو کولی شئ خپله ځمکه، کور، اپارتمان یا دوکان په یوازې څو کلیکونو سره په اسانۍ د خرڅلاو یا کرایې لپاره ثبت کړئ — پرته له اوږدو پروسو او وخت ضایع کېدو! زموږ ټیم ستاسو لپاره اعلانونه په مسلکي ډول چمتو کوي، ستاسو ملکیتونه د باوري مشتریانو مخې ته رسوي او د خرڅلاو یا کرایې تړون پورې ستاسو ترڅنګ ولاړ وي. که د خپلې خوښې کور یا تجارتي ځای په لټه کې یاست، موږ ستاسو اړتیا او بودیجې ته په کتو مناسب انتخابونه په هغه سیمه کې وړاندې کوو چې تاسو ورته اړتیا لرئ. زموږ هدف دا دی چې ستاسو هره معامله شفافه، خوندي او ګټوره وي

ایدیا پلس پروگرام – زموږ سره خپل تجارتي خوبونو په واقعیت بدل کړی

اېډیا پلس یو تخصصي پروګرام دی چې د هغو ځوانو او نوښتګرو کسانو ملاتړ کوي، چې ښه سوداګریز پلان لري، خو مالي پانګه نه لري. دا پروګرام د Reliance Dreams Group of Companies, LLC لخوا طرحه سوی ترڅو له مفکورې تر پلي کېدو پورې، د متشبثینو ترڅنګ ودرېږي. ګډون‌وال خپلې طرحې د ځانګړي فورم له لارې ثبتوي. زموږ مسلکي ټیم د بازار اړتیا، عواید، عملي‌والي او قانوني اړخونو له مخې ارزونه کوي. غوره طرحې د پانګه‌والو بورډ ته معرفي کېږي، او که قانع کوونکې وي، له متشبث سره د شراکت تړون کېږي.پروګرام یوازې تمویل نه، بلکې حقوقي، مالي او اداري ملاتړ هم برابروي. اېډیا پلس ستاسو د فکر، هڅې او ارادې لپاره عملې لاره برابروي – له مفکورې تر کاروباره، ستاسو ترڅنګ یوو. ایدیا پلس نه یوازې یو تمویلونکی پروګرام دی، بلکې یوه ملګرتیا ده چې هدف‌یې د نوي کاروبارونو وده، د ځوانو متشبثینو ملاتړ، او د ټولنیز اقتصاد پیاوړتیا ده. که تاسو مفکوره لرئ، خو پانګه نه لرئ – موږ چمتو یو په ګډه ستاسو خوبونه په واقعیت بدل کړو! ایدیا پلس ستاسو د سوداګرۍ د پیل لپاره یوه واقعي دروازه ده.

زموږ د مشتریانو څرګندونې

زموږ همکاران

موږ یوازې له بااعتباره شریکانو سره کار کوو — ستاسو باور، زموږ ژمنتیا!

خپل د رهنمای معاملاتو دفتر زموږ سره انلاین کړئ!

همدا نن ورځ خپل د رهنمای معاملاتو دفتر ثبت کړئ او زموږ د پراخې شبکې برخه وګرځئ — له مسلکي مشاورینو او بااعتباره دفترونو سره یوځای شئ. د جایدادنو راتلونکی بازار ډیجیټلي کېږي — تاسو چمتو یاست؟

Compare Properties

Compare (0)